د موټرچلونې تیوري آزموینې لارښود پاڼه

د لېسنس لوستونه

د زده کړې مهالوېش او لارښوونه، د پوښتنو د زده کړو لارې چارې د مصرف کمول او بریا

جرمني پښتو

د موټر چلولو سند (Führerschein)د ترلاسه کولو لپاره باید دوه ډوله روزنې او ازموینې تر سره شي:

تیوري

تیوري زده کړه (Theoretische Ausbildung)

تیوري ازموینه(Theorieprüfung)

په تیوري برخه کې ترافیکي قوانین او مقرارات په نظري بڼه چلوونکې ته ورښودل کیږي چې په مجموع کې 14 نظري لوستونه دي چي برخه اخیستل په کې حتمي او ضروري دي.

سربېره پر دې د تیوري برخې زده کړې  کې د کابو ۱۲۰۰ پوښتنو او ځوابونو زده کول دي، چې د یو کاریال په مرسته تاسي دا ټولې پوښتنې زده او وروسته بیا په ازموینه کې ګډون کول دی.

تیوري برخې ازموینه:
په تیوري ازموینه کې هغه وخت برخه اخیستلای شو چې په ۱۴ تیوري لوستونو کې مو برخه اخیستې وي. د تیوري برخې ازموینه ۳۰ پوښتنې لري چې هره پوښتنه یې ځانته نمرې لري. دا دې برخې ګډونوال د ازموینې د بریالي کولو لپاره اجازه لري چې دومره پوښتنې غلطې ځواب کړي چې د غلط شویو پوښتنو د نمرې مجموعه یې د لسو څخه زیاتې نشي که چېرې یې د غلط شویو پوښتنو مجموعه د لسو څخه زیاتې شولې نو ګډونوال مکلف دای چې دا ازموینه بیا ځلې ترسره کړي.
عملي

عملي زده کړه (Praktische Ausbildung)

عملي ازموینه (Praktische Prüfung)

په دې برخه کې د ترافیکو قوانین او مقرارات په عملي توګه سړي ته ورښودل کيږي چې د هغې له جملې څخه د موټر دبرخو پېژندنه او د هغو برخو د دندې څرنګوالی، د مختلفو ترافیکي شرایطو سره په ښه وخت اوپه صحیح توګه اقدام کول، په خوندي توګه چلول، د موټر تېزوالی او ورو والی په مختلفو برخو کې او همدا رانګه د شپې لخوا د موټر چلولو سره ځان بلدول…
د يادونې وړ ده چې دادې برخې اکثرا ښوونکي د سړي سره ښه چلند نه کوي دا په دې معنی چې هر وخت ډېر قهرېدلي وي نو هڅه باید وشي چې سړی ورسره ځان عادت کړي او تر یوه حده یې خبرې و زغمل شي.
په دې ازموینه کې سړی هغه وخت د ګډون اجازه لري چې تیوري ازموینه یې په بریالیتوب سره سرته رسولې وي او همدا رنګه یې د موټر دچلولو ټول اجباري لوستونه (Pflichtfahrstunden) په بشپره توګه سرته رسولي وي. دادې برخې د ازموینې وخت 45 دقیقې وي. دلته باید تر ډېره هڅه وشي چې ټول ترافیکي قوانین په صحي توګه مراعات کړل شي. 
ليکنه: رحيم الله مسيد

د زده کړې برخه

....

د تیوري برخې عمومي پوښتنې

د لېسنس په اړه

د جرمني د موټر چلونې د اجازې سند یا لېسنس په اړه ټول مالومات ...

د تیوري پوښتنو کاریال

ځینې کاریالونه او اپونه وړیا او نورې هم باید وپېرل شي خو کوم یو؟

ویډیويې پوښتنې

د تیورې زده کړې لپاره اړینه ده چې د ویډیویې پوښتنو څخه پېل وشي...

شمېر لرونکې پوښتنې

ځینې داسې پوښتنې هم شته چې شمېرې لري، نو څنکه باید زده شي؟

د ټرافیکې لوحو پېژندنه

د لوحو پېژندلو وروسته به تاسو وکولای شئ چې لا ډېرې پوښتنې ځواب کړئ...

د ټرافیکې لوحو پوښتنې

دا پوښتنې به تاسو ته د عملي موټر چلونه کې لا ډېره مرسته وکړئ

لومړيتوب او حق لرل

Vorfahrt und Vorrang

د سرعت فورمول

Faustformel

تخنیک

Technick

error: Content is protected !!