اوسترن یا د عیسویانو اختر




 په هغو هیوادونو کې چې عیسویان ژوند کوي د Easter  ورځ یا اختر  او په جرمني کې ورته اوسترن  وایي Ostern.

عیسویان په دې اند دي چې په دې ورځ حضرت عیسی (ع)تر  مصلوب کېدو، دوه  ورځې وروسته بېرته راژوندی شو. 

په دې ورځ دوی خوشالۍ کوي، یو بل ته تحفې ورکوي او یو بل ته د ایسټر  هګۍ  ویشي .

   داسلام د دین په اند  عیسی ا بن مریم داولوالعزمه پیغمبرانونه واو هغه مصلوب شوی نه دی بلکې هغه ژوندی دی. 

 په قران مجید  کې دعیسی علیه السلام نه د مریم ،  احزاب ، نسا ء ، مائده ، انعام ، مریم اوزخرف په سورتونو کې ۲۵  ځلې یادونه شوې ده. 

په احادیثو کې راغلي دي چې حضرت عیسی به په آخره زمانه کې راڅرګند شي،  دجال او د هغه فتنې به له مینځه یوسي .

په قر آن  کریم  کې دعیسی این مریم دمصلوب کیدو په رد کې دا ایت راغلی دی:

وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ ۚ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا

(سوره  نسا ء[4–157]

اخځ:  د ډاکټر صاحب لطیف یاد فېسبوکپاڼه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!