د لېسنس لوستونه په انګلیسی او که جرمني پښتو! ځواب او آند!!




ډېری ملګري راته لیکي:

  • که د لیسنس لوستونه په انګلیسي تشریح او ترجمه شي؟
  • ‌ زه غواړم په انګلیسی ژبه د موټرچلونې لېسنس واخلم.
  • زما انګلیسی لږ ښه ده، او غواړم د جرمني لایسنس تیوري‌ امتحان په انګلیسی ژبه ورکړم او ټولې پوښتنې په انګلیسي‌ زده کړم.
  • زه اوس راغلی یم او جرمني ژبه مې لا نده زده؟
  • په کومه کچه مې جرمني ژبه زده وي چې وکولای شم، لایسنس تیوري‌ پوښتنې ولوستلای او زده کړم.

زما او که ته دا لیکنه لولې ستا مورنی ژبه پښتو ده، د بلې ژبې زده کړه، بیا په هغې ژبه نورې زده کړې خپلې ستونزې لري، خو دا ناشونی کار نه دی.

انګلیسي!

انګلیسي نړیواله او څه نا څه آسانه ژبه ده، خو تر کومې کچې دې زده ده؟ یواځې ژبه دې زده ده، که لانورې مخکې زده کړې هم پرې کولای شې؟

که زده کړې کولای شې، نو د لایسنس لوستونه به هم څه ناڅه درته آسانه شي، خو لاهم خنډونه شته!

لکه: ته به یواځې تیوري پوښتنې او تیوري‌ آزموینه په انګلیسی ترسره کړې.

ښیګڼې: 

پوښتنې آسانه، راوانه لوستلی او تر یو کچې هم له پوښتنو مفهوم اخسستلی شې.  انګېزې سره پرمخ ځې، ځکه چې ویل شوي درته، انګلیسی دې  یاده ده او په انګلیسي هم کولای شې جرمني لایسنس واخلې.

خنډونه او ننګونې: 

یوازې تیوري‌ پوښتنې په اپلیکېشن کې او آزموینه په انګلیسی ده ، او پاتې نورې برخې لکه: بېړنیو مرستو کورسونه، په ټولګي کې د تیوري برخې لوستونه او د عملي موټر چلونې خبرې اترې بیا هم په جرمني ژبه دي!

په جرمني ژبه د لایسنس اخېستل او ښيګنې:

موږ چې دلته جرمني کې مېشت یو، نو اړ یو ترڅو جرمني ژبه دښې راتلونکې، کارې بازار او نور زده کړه لپاره هم زده کړو.

منم په لومړیو کې به د پوښتنو لوستل درته څه ستونزمن وي، همدې لپاره چې ستونزې کمې شي موږ ټولې پوښتنې د جرمني متن سره په پښتو تشریح او ترجمه کړي.

 افغان جرمن اېنفو یوتیوب دا پوښتنې په ویډیويي بڼه درته پښتو جرمڼي یوټیوب ته پورته کړي ترڅو پرته له روحې فشار او ډېر مالي مصرف خپل د موټرچلونې لایسنس. ترلاسه کړې، خپلواک او لابریالی شې!

چې دا کار څو فایدې لري.

  1. د لیسنس اخستلو سره تاسې جرمني ژبه هم زده کوئ.
  2. په ټولګي کې د جبرې لوستونو کې برخه اخېستل هم درته آسانه کيږي، ځکه د ښوونکي په خبرو دې پوهېږي.
  3. د ټرافیک قانون سره په پښتو او جرمني آشنا کېږې او ورځنیو چارو دا اصطلاحات هم په آسانۍ سره کارول شي او که نورې کاروي، ته ترې مفهوم اخېستلای شې.
  4. د تیوري لوستونو وروسته، د عملي دروسونو لړۍ کې هم د ډېرو ستونزو سره مخ نه شې. 

که تاسې نوي راغلي یې او یا هم مخکې،  لاندې ټکې په پام کې ونیسئ او هڅانده مخ ته لاړشئ.

تاسې به د ژوند لپاره خپلې موخې او اهداف ټاکلي وي. د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره به لنډه مهاله، منځ مهاله او مهاله پلانونه لرئ (منم دا اوس یوه تیوري خبره ده خو!).

د لایسنس لوستونو لپاره باید تاسې د اقتصادي او روحي‌ اړخونو په پام کې نیولو سره، لږ تر لږه د شپږو میاشتو نیولې تر دولس میاشتو وخت په پام کې ونیسئ. 

  1. دې کار سره به تاسې وخت ولرئ چې هم پېسې ورته برابرې کړې ځکه چې د لایسنس اخیستل له ۱۶۰۰ یورو تر ۲۴۰۰ یورو پورې مصرف لرلی شي.
  2. مخکې له دې چې تاسې د لېسنس ښوونځي کې نوملیکنه وکړئ، یو وړیا د لایسنس کاریال ډانلوډ کړئ او ورسره جرمني په پښتو د لایسنس لوستونه زموږ یوتیوب کې ګورئ تر څو تاسې تیوري لوستونو ته تیار شئ
  3. کله چې د یوټیوب لوستونه او کاریال کې تر څلوېښت سلنه بریالي شوئ وروسته له هغې کولای شئ د لایسنس ښوونځي کې نوملیکنه وکړئ.
  4. ستاسې نوملیکنه یوازې دولس میاشتې یا یوکال وخت لري، تاسې باید د لیسنس اخستلو دوره  د یو کال په درشل کې پاې ته ورسوئ.

زما مشوره همدا ده مخکې له نوملیکنې خپله په خپل کور کې زده کړه پېل کړئ!

همدې لپاره موږ تاسي ته دا لوستونه په پښتو کړي تر څو روحن او د اقتصاد له پلوه ډیر ژوبل نه شئ!

که پوښتنې لرئ کولای شئ د انسټاګرام او ټلېګرام له لارې اړیکه ونیسئ!

د لوستونو لینکونه لاندې موندل شئ!

Führerschein Deutsch Paschto Alle Lektionen  Links:

برخهتړوني
Subscribe the Channel:https://bit.ly/3vEu60V 
German Driving License-Pashto I په پښتو ژبه د جرمني د‌ ډرېورۍ لایسنس:https://bit.ly/37IpEpV
Führerschein Deutsch Paschto I لایسنس:https://bit.ly/3MwYXn1 

د لاېسنس ډلبندي شوي لوستونه:

برخهتړوني
Videofragen _ ویډیويې پوښتنې:https://bit.ly/3Le617P 
Zahlenfragen _ شمېرلرونکې پوښتنې:https://bit.ly/3KbiB6b 
Verkehrszeichen Bedeutung | ټرافیکي لوحو پېژندنه:https://bit.ly/3EKYTgP 
Verkehrszeichen _ ټرافیکي لیکدړې:https://bit.ly/3EHshEu 
Vorfahrt, Vorrang _ لومړتیوب او حق لرل:https://bit.ly/3xRyHj9 
Faustformel | د چټکتیا او سرعت فومول پوښتنې:https://bit.ly/3Kqxu53 
Führerschein Musterfragebögen 01 bis 66 | لېسنس لوستونه ټول څپرکي:https://bit.ly/3L9UGp8 

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!